په کابل کې چاودنه شوى

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي دي ، د پلازمېنې کابل په زړه شپاړسمه ناحیه “پل محمود خان” سیمه کې تر موټربم چاودنې وروسته ډله ییز برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر ټویټر لیکلي، نن ګهیځ لس کمې نهه بجې د شپاړسمې حوزې اړوند ګلبهار ټاور ته څېرمه لومړی یو موټربم چوول شوی او وروسته بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتلي چې تر اوسه له پولیسو سره په نښته بوخت دي.

نصرت رحیمي زياتوي ، سیمه د ځانګړو پولیسو له خوا کلابنده شوې او هڅه دا ده چې بریدګر ژر تر ژره ووژل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار پر ټویټر لیکلي، چې په نننۍ چاودنه کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۶۵ کسان ټپيان شوي، خو د وژل شویو په اړه تر اوسه چارواکو څه نه دي ویلي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*