طالبان افغان حکومت سره خبروته اړ، که نرم شوي؟ ‏

س، سيرت
په مسکوکې د تيرو دوو بين الافغاني غونډو د مسکو په وينا داپايله ولرله چې مسکوبه په ‏خپلو هڅود امريکا سره په بيا پېل شوې سيالۍ، د بين الافغاني مذاکراتو له ليارې مو ‏جوده ستونزه حل کړي چې د همدې هدف لپاره ېې په نړيواله او سيمه ييزه کچه هڅې ‏ګړندۍ کړيدي.‏
د مخه په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د روسېې دولتي رسنۍ ‏اسپوتينک سره په مرکه کې څرګنده کړې وه چې که اشرف غني واک پريږدي او بيا له ‏جمهوري رياست ته له کانديديدا لاس واخلي طالبان ورسره دعادي افغان په توګه خبرو ته ‏چمتو دي .‏
طالب وياند په مسکو کې د تيرو دوو غونډو دليل وړاندې کړې ؤ چې د پخواني جمهور ‏رئيس حامد کرزې سره ېې د مخه د واک پرمهال خبرې نه کولې خو په مسکوکې ېې د ‏يوه عادي سياسي افغان په توګه ورسره په خبرو کې برخه واخسته .‏
اوس د بهرنيو چارو وزارت وايي چې جرمني ورته د افغان حکومت او طالبانو د ‏مخامخ خبرو کولو ډاډ او ضمانت ورکړيدى،چې په يوه يا دوه اونيو کې به دافغان ‏حکومت سره خبرې پېل شي، له بلې خوا ټرمپ تل د افغان مسئلې په حل کې دوه مخې ‏ښوولې ده د يوې خوا وايي طالبان اړکوو چې سوله وکړي او د بلې خوا بيا وايي چې که ‏طالبان د افغان مسئلې حل غواړي د خبرو کاميابۍ ته دې لياره برابره کړي.‏
د طالبانو دريځ ته په کتلو سره تراوسه پورې طالبان له افغانستانه د بهرنيو پوځونو د ‏وتلوپه مهالويش ټاکلو، افغان حکومت سره د حکومت په استازيتو ب د خبرو نه کولو، په ‏زندانونو کې د طالب بنديانو په ازادولو او ديته ورته دريځونو ولاړ پاتې کيدو امريکايي ‏چارواکي د افغانستان په مسئله کې بۀ سياسي او پوځي لحاظ له اسمانه ترمځکې راکوز ‏کړل ، خپله ټرمپ او د بهرنيوچارو وزيرپمپيو ېې په قطرکې د خبرو د اوم پړاو د ژور ‏ترژره پيليدو غوښتنې په وار وار وکړې. ‏
جرمني د مخه هم سينه ډبولې وه چې د افغان مسئلې په سياسي حل کې مرسته کوي خودا ‏چې جرمني ته د صلاح الدين رباني د سفر پرمهال د جرمني واکمنو د افغان حکومت ‏سره د طالبانو د مخامخ خبرو ډاډ ورکړې دا ډاډ به ريښتونى وي اوکه نه وروسته به ‏څرګند شي، خو داسې ښکاري چې ياخو د بهرنيو چارو وزارت د ګوړو او شکرو ‏خوبونه ليدلې يا د جرمني حکومت خپلې هڅې تردې حده ګړندۍ کړي چې طالبان ېې ‏افغان حکومت سره خبرو کولو ته نرم کړيدي.‏
حقيقت دادې چې جګړه امريکا پېل کړې ، يرغل ېې کړې، د طالبانوجوړ نظام ېې له ‏منځه وړى، طالبان خپله او د افغان ولس دفاع کوي، جګړه پرې تپل شوېده ،طالبان ‏جګړه نه بلکې سوله غواړي، که طالبان د افغان حکومت سره د خبرو لپاره له ټاکلو ‏شرطونو تيرشي نو شايد په هغه ډيرڅه کې نرمي وکړي چې خبرې ېې تر اوم پړاوه ‏ورسولې، دابه وروسته څرګنده شي چې دافغان حکومت سره د طالبانو له شرطونوتيريدل ‏دهغوې نرمي ده او که اړشويدي چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.‏
په دواړو صورتونوکې نظرونه شته که اړکړل شوي وي بيا خو په نورو برخو کې هم ‏اړکيږي او که نرم شوي وي نورهم نرميداى شي د دې پايلې به يا په قطرکې د اوم پړاو ‏په خبرو او يا د جرمني د هڅوپه دوام چې د بهرنيو چارو د وزارت په وينا ضمانت ېې ‏ورکړيدي څرګندې شي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*