د څرخې پله بې څلي شهيدان

س سيرت
په ١٣٥٧ هـ س کال دثور په ٧ چې سردار محمد داود په کمونستي کودتا کې سره دکورنۍ ووژل شو ‏
کمونستانو دهېواد په عالمانو پوهانو او د قلم په خاوندانو کور کلى سور تنور کړ خو دکمونستانو د بادارانو ( ‏روسانو) دتندي تپاق پرې مات نشو چې په پوځي يرغل ئې دافغانستان ځمکه او آسمان دبارودو په لوګيو کې ‏پټ کړل افغانستان کې ئې دوينو داسې سيلاب روان کړ چې تر نن ورځي پورې بهيږي . ‏
روسانو دکمونستانو له ډلي دويم کمونست ببرک کارمل له تاشکند څخه په ټانک سپور د کابل ارګ ته ‏ورساوه
د ترکى وروسته کارمل دروسانو دويم غلام ؤ چې ورته ئې د کمونستي نظام د دوام لپار لاندې کارونه ‏وسپارل . ‏
د افغانستان په ټولو موزيمونو کې ديني او په پښتو ژبه ليکل شوي کتابونه بايد وسوزول شي‏
په افغانستان کې دې اسلامي اصولو او اسلامي احکامو پلي کولو ته پاى ټکى کيښودل شي
دافغانستان اساسي قانون تعليمي نصاب څخه دى اسلامي جملي له منځه يوړل شي
په افغانستان کې د ديني جماعتونه ، مدرسې ، زيارتونه او خانقاوي ( دپيرانو عبادت ځايونه ) بمبار کړل شي ‏او هم دې هغه مرکزونه چې د مقدساتو په نوم ياديږي ويجاړ کړل شي . ‏
په افغانستان کې دې ملا امامان ، عالمان او د جوماتونو موذنان ووژل شي
؛تر ټولو سخته دنده چې کارمل ته ئې سپارلى وه هغه داوه چې په څرخي او نورو زندانونونو کې دى داسلامي ‏نظرئې بنديان ژوندي تر خاورو لاندې کړل شي چې څلې ئې يادګار پاتې نشي . ‏
کارمل دا عمل د روسانو د يرغله وروسته پوره عملى کړ خو د کارمل دمخه چې په ١٩٨٠ کې د ښار رئيس ‏وټاکل شو دجناياتو په دوام کې تر ٥٠٠٠ پورې افغانان ، عالمان ، پوهان ، وطندوستي ، ليکوالان ، شاعران ‏دمخالفينو په نوم له زندانو په ځانګړى توګه دڅرخي له پله دورځې ٣٠٠ زندانيان نيول او دپليګون په شمول ‏به ئې په بيلا بيلو دښتو کې ژوندى تر خاورو لاندې کول هماغه دروسانو وينا چې کارمل ته ئې کړى وه تصديق ‏شوه او د څرخې پله ټول نيول شوي زندانيان ژوندي تر خاورو لاندې او بې څلي شهيدان شول ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*