په یورشیلم کې دخلیج په اړه بې پایلې کنفرانس

لیک س، سیرت
ټرمپ پرایران د برید د پښینانۍ سره سره بیا هم ایران ګواښي چې په هراړخیز برید به ېې د نړۍ له نقشې نوم ورکوي، د دې پلان لپاره ېې لومړې د ایران پرخلاف دعربی ائتلاف لپاره هڅې پېل کړې اوس غواړي دعربی هېوادونو ترڅنګ اسرئیل اونورهېوادونه هم دناتو په څیر چې پرافغانستان ېې یرغل وکړ پرایران دیرغل لپاره دځان سره ملګري کړي.
د امریکا په غوښتنه په یوریشلیم کې د روسېې، اسرائیل او امریکا لخوا په ګډه یو کنفرانس جوړ شو چې پکې دفارس خلیج په حالاتو خو په ځانګړې توګه د ایران په اړه ځانګړې خبرې وشوې، امریکا روسیه په دې خاطر یورشیلیم کنفرانس ته بللې چې په سیمه کې روسیه د ایران پورملاتړې ده ځکه امریکا د روسېې په ملاتړ پر ایران ډاډه نه ورځي.
د یورشیلیم په کنفرانس کې د اسرائیلو په نمایندګۍ د اسرائیلو دملي امنیت مشاورمئیربن شبات، دامریکا په نمایندګۍ دملي امنیت مشاور جان بولتون او د روسېې د ملي امنیت د شورا عمومي رئیس نیکولای باتروشف برخه درلوده .
په کنفرانس کې په سوریه کې د روانو حالاتو په اړه هم بحث وشو چې پکې د بهرنیو پوځونو په ځانګړی تو ګه دنتنیاهو په ګوتنیونه دایراني پوځ موجودیت خبرې وشوې خو اصلي موضوع د ایران او امریکا ترمنځ په تاو تریخوالي وه چې امریکا په یواځې سر پر ایران برید ته د بدو پایلو په درلودلو زړه نه ښه کوي او تراوسه لا ورسره دناتو په څیر کوم بل ائتلاف پرایرن د برید سر نه دی خوځولی.
دې کنفرانس ته داسرائیلو دملي امنیت مشاورمئیربن شبات نه علاوه د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو هم ورغلې ؤ، نتنیاهو لومړې د کنفرانس د جوړیدو په اړه په خپلو خبرو کې پرایران دنیوکې ګوته پورته کړه چې له سورېې دې خپل پوخونه وباسي، اوبیایی په دې خوښي وښوده چې دا کنفرانس ېې د پوتین او ټرمپ سره په مشوره جوړکړیدی.
د ایران پرخلاف برتانیه ، فرانسه، جاپان او ځنې نور غربي او عربي هېوادونه هم ملګري دي خو ترټولو زیات ملاتړ بلکې دایران سترمخالف نتنیاهو ورسره پرایران برید کې هم نظره دی ځکه اسرائیلي الوتکو په وار وار په سوریه کې پرایراني پوخونو بمباری کړیده خو په مقابل کې دځواب له امله ېې د تیښتې لار نیولې ده .
د یوریشلیم په غونډه کې د ټرمپ هدف داؤ چې د ایران پرخلاف ملاتړي پیدا او د نتنیاهو هدف داؤ چې په دی کنفرانس کې له سورېې د ایراني پوځونو د استلو پریکړه وکړي چې یوېې هم خپل هدف ته ونه رسیدل .
په یوریشیلیم کې جوړکنفرانس نه یواځې داچې ملاتړي ېې پیدا نه کړل ، بې پایلې پاې ته ورسید د فلسطیني مشرانو لخوا ېې په کلک مخالفت اوغندنه وکړه دا کنفرانس ېې د فلسطین په اړه یو تیرې کوونکی کنفرانس وباله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*