د۶میلیونه افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک

د مبصر په قلم
که څه په هېواد کې د ټول افغان ولس د ژوند برخلیک ناڅرګند دی خوپه نړیواله کچه لومړې د سورېې اوبیا دافغان کډوالو شمیر زیات دی په سوریه کې خو د داعش له ماتې او تیښتې وروسته یوڅه له هېواده تللي کډوال خپلو کورنوته را ستانه شویدي خو په افغانستان کې چې د بهرنیوپوخونو په شتون او شپنیو عملیاتو کومه نا امني رامنځ ته شوې افغان کډوال خپله هېواد ته په راتلوخپل ژوند په مرګ شمیرې.
له هېواده بهرته تللي کډوال خو د ۱۳۵۷ د ثور د میاشتې د (۷) مې کمونستي کودتا راهیسې په بهرکې پاتې دي اما هغه کډوال هم اوس په کډوالو کې شیمرل شوي چې د افغان پوځونواوبهرنیوهوايي پوځونو د شپنیوعملیاتو په دروان کې افغان نیول کیږي او وژل کیږي چې دیته په اصطلاح دکورنیو جګړو له امله له خپلو کورنو تللي کډوال ویلای شو.

له هېواده بهرپاتې افغان کډوال په هېواد کې د نا امینو له امله هېواد ته د راتلو اراده نلري خو ترټولو سخت اوبې برخلیکه هغه کډوال دي چې د بهرنیوپوځونو دشپنیو او هوايي ړندوبمباریو له امله له خپلو کورنو بې کوره شویدي.
د بهرنیوپوځونو بمبار نه یواځې د وردګو د دایمرداد ولسوالۍ مدرسه اوجومات بمبارپه څیر په هېواد کې ملکي وګړي بمبارکړي بلکې په امنیتي پوستوکې ځای پرخای شوي امنیتي پولیس ېې هم په وار وار بمبار کړیدي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونواستازي تدامیچی یاماما توویلی چې په روان کال زیږدیزکې په افغانستان کې نږدي ۱۸۰۰تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د بهرنیوپوځونو دهوايي عملیاتو په دوران کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ په ډیریدو ده او د یاماماتو اندیښنه داده چې له افغانستان بهر دافغان کډوالو ژوند اوبرخلیک په بهراوپه داخل د هېواد کې د بې ځای شوو کډوالو ژوند په داخل کې د ناڅرګند سره مخ دی .
.یاماماتو په جګړه کې ښکیلو دواړو خواؤ طالبانو غږ کړی چې دملکي وګړو له مرګ ژوبلې لاس واخلي خو په افغانستان کې دامریکا رالیږل شوې وسله والې داعشی ډلې او دبهرنیو پوځونو هوايي بمبارۍ په دوام به دملکې وګړو په مرګ ژوبله کې نور زیاتوالی هم رامنځ ته او افغان کډوال به د تل لپاره د ناڅرګند برخلیک سره په بهر او داخل کې مخ وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*