امریکا پرایران له نظامي تر سایبری بریده

سرلیکنه
دامریکا جمهور رئیس ټرمپ چې تیره ورځ ېې په سپینه ماڼۍ کې د ایران پرخلاف د نظامي برید دامر لږه شیبه پیس خپله پښیماني اعلان کړه اوس وايي پرایراني اتومي تاسیساتو سایبري برید اړین دی اوباید ایران په نړۍ کې داتومي قوت په توګه ونه منل شي.
ترمپ چې جمهوري غوښتونکو او د یمکراتانو په غونډه کې پرایران د برید د توجه وروسته پښیمانه کړل شو د ایران پرخلاف ېې لهجه یوڅه نرمه شویده، په واشنګټن کې ېې یوې خبری غونډې ته ویلي چې ایران دامریکا سره خبرو ته هم چمتودی او ایراني چارواکي غواړي ستونزی دخبرو له لیارې حل کړي.
دامریکا لخوا چې پرایران د نظامی برید د سناتورانوتوجه او غبرګون وښوول شو داېې دامریکا په خیر وباله خو د ټرمپ سره ېې دا موافقه کړېده چې پرایران به نور اقتصادي بندیزونه هم لګوي څو ایران اړکړل شي چې د اتومي قوت او پراختیانه ېې لاس پر سر شي.
خپله ټرمپ په ۱۰ دقیقو کې چې کله ېې په سپینه ماڼۍ کې دایران پرخلاف د نظامي برید رایه ترلاسه کوله خپله ژبه ېې درې ځلې واړوله اود دوه مخۍ پرځای ېې درې مخي غوره کړه خو پرایراني چارواکو نیوکه کوي چې له دوه مخۍ کار اخلي ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې ورځ په ورځ زیاتیږي.
ټرمپ د ان، بي، سي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي فکر کوم ټول ایرانیا ن امریکا سره دخبرو غوښتونکي دی خو یواځې ایراني چارواکي دي چې دامریکا سره ډغرې وهي، ټرمپ له یوه کال راهیسې د اسرائیلو په ملتیا هڅې کوي دایراني چارواکو او ولس ترمنځ درځ واچوي خو ایرانیان چې د خمینې په ویناؤ عمل کوي دایران پرخلاف ېې په نظر کې بدلون او دچارواکو سره اختلاف نه راځي.
امریکايي نظامیان غواړي د ټرمپ په لارښوونه ایراني اتومي تاسیسات، میزايلي قوت او سپاه پاسداران د سایبری برید لاندې ونیسي ، د ټرمپ په اند سایبری برید کې به دایران اتومي تاسیسات او د سپاه پاسداران په شمول میزایلي قوت ترهدف لاندې وینول شي ترهغې به دوام ورکوي چې چې دعربي هېوادونوپه ګډ ائتلاف ایران د عراق په څیر وځپی او د تل لپاره ېې د داعش په واک کې ورکړي.
پرایران سایبری برید یواځې دامریکا پورې اړه لري خو په عربی ائتلاف کې به امریکا یواځي پر ائتلاف خپلې درنې اوسپکې وسلې پلوري، ټرمپ ته دیمکراتانو او جمهوري غوښتونکو په ګډه مشوره ورکړي چې پرایران له نظامي بریده ځآن وژغوري ځکه ټرمپ اوس پرایران د پیښدونکو تاوانونوڅخه دځان ژغورنې په خاطر دسایبری برید لار غوره کړه خو ایراني چارواکو خپل ولس ته ویلي چې دامریکا هردول برید ته باید چمتو اوسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*