پاڅون

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

دافغانستان نامتو تاريخ پوه استاد احمد على کهزاد په ٤١ کتاب او رسالو کې د افغانستان زوړ او نوى تاريخ په ښه تفصيل ليکلى دى له ښه مرغه چې په دې مهال کې داستاد ټول کتابونه چاپ شويدي .
داستاد کهزاد دتادريخ له مخې دافغان انګليس دلومړى جګړې او ملې پاڅون د دلومړۍ ورځې پاڅون تر برې پورې اوروو پنځه ويشت ورځې ده ١٢٥٧ د وري د مياشتې په دوه يمه د ١٨٤١ دنوامبر په دوه يمه پيل شو او دنوامبر تر ٢٥ پورې يې دوام درلود چې د ١٢٥٧ دروژې ٢٧ چې مبارکه ورځ وه دانګليسانو په ماتې پاى ته ورسيده .
ددغه ملي پاڅون لومړى تصميم دعبدالله خان اڅکزي په کور کې ونيول شو په کال ١٣٤٦ کې مرحوم عبدالله خان افغان نويس زمونږ دفتر ته تشريف راوړ او وى ويل : هغه کور چې عبدالله خان اڅکزي په کې دملي پاڅون فيصله وکړه او افغان ملي مشران حاضر و دغه کور روغ رمټ له ماسره دى چې بويه دموزيم ديوې برخې په توګه وساتل شي خو هغه مهال دده خبره چاوا نه ويده دغه کور دنواب باغ ته نژدې و چې حقيقت کې داتلسمې پيړۍ يادګار و .
دپاڅونو په لومړۍ ورځ چې دبرنس دکور له سوځولو پيل شو دغه ورځ چې ماښام کيده ډير برياليتوبونه ترلاسه شول برنس او څلور تنه انګليس مامورين چې د کابل اداره ددوى په لاس کې وه ووژل شول دشاهي ګارډ او سوه عسکر چې له بالاحصار نه راغلل چې دپاڅون مخه ونيسي هغوى هم ووژل شول شاه شجاع مکناتن الفنسون چې خپلو نظامي قوتونو سره په بالاحصار بي بي مهرو او ساه سنګ کې حاضر و دوى هيڅ پريکړه ونه شوه کړاى دملي غازيانو برى دروژې د مياشتې په دوه يم ماښام دوى هيله من کړل چې وروستۍ او بشپړ برى به ددوى په برخه وي ليدى سيل ددغې مبارکې ورځې تفصيل ليکلي دي .
دپاڅون په دويمه ورځ دنوامبر دريمه ورځ غازيانو بريالى و . په څلورمه ورځ غازيانو دانګليسانو دغلي ذخيرى نيولې او دغلې په ايستلو يې لاس پورى کړ دپاڅون په څلورمه ورځ په بالاحصار کې غوغا جوړه شوه هلته چې دکومو عربانو محله وه انګليسانو ته پاڅيدل شاه شجاع امر وکړ چې بې له اجازې نامې څوک دې بالاحصار ته نه راځي او نه دې وزي .
دپاڅون په پنځمه ورځ غازيان ډير شول ښځو دوى ته اوبه ډودۍ ورکول او پر غازيانو يې دګلاب اوبه ګلان او خوږې شيرنۍ اچولې . ځمکه ښوريدلې وه افغان زمرو نارينه او ښځو هر چا خپل کار کاوه .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*