دامريکا لخوا په ملګروملتونوکې دغونډې غوښتنه ‏

ليک س، سيرت

تېره ورځ چې دامريکا جمهور رئيس لومړې پرايران دبريد امر ورکړ او بيا د ‏جمهوري غوښتونکو او ديمکراتانو سره به ګډه مشوره پرايران دبريد دپايلو په ‏توجه ترې پښيمانه شو

‏ اوس ېې دايران په اړه دملګروملتونو نړيوال ملي امنيت شورا څخه غوښتنه کړې ‏چې دايران په اړه يوه ستره غونډه وکړي .‏

په ملګرو ملتونو کې د امريکا نماينده دنړيوال ملي امنيت شورا له غړو غوښتې چې دايران ‏روانې کړنې يواځې دامريکا نه بلکې دټولې نړۍ لپاره سترخطر دى بايد دملګر ملتونو په ‏کچه ېې په اړه پلان ونيول شي.‏

په ملګرو ملتونو کې امريکايي نماينده ويلي چې دملګرو ملتونو لخوا دملي امنيت په شورا کې ‏به د ايران لخوا دعمان په سمندرګي کې په دوه تيلو وړونکو کښتيو د بريد شواهد هم وړاندې ‏کړې او بايد دايران په دې عمل هم يوغبرګون وښوول شي.‏

د ملګرو ملتونو ملي امنيت شورا غونډه کې به امريکا دعوه کوي چې جاسوسه الوتکه ېې ‏ايران ته نه ده ور اوړيدلې خو ايران ديادې الوتکې ټوټې په همغه ورځ نړيوال رسنيو ته ‏ښوولې او هم ېې هغه ځاې ورښوولې چې د الوتکې ويجاړې ټوټې پکې پرتې وې.‏

دامريکا جمهور رئيس او دبهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ېې په وار وار ويلي چې د ايران ‏سره د جګړې اراده نه لري خو دادې په فارس خليج کې ېې ځاې پرځاې کړى پوځ او بم ‏غورځوونکې بې ايم ٥٢ الوتکې د ٧٥ ساعتونو لپاره د تياري په حا ل کې درولي دي ددې نه ‏داسې ښکاري چې که ټرمپ پرايران له بريده پښيمانه شوې هم خو به وړو کې ېې ايران ته ‏شګې شته چې کله ېې ګواښي او کله پرې دبريد تيارى نيسي.‏

د ايران او امريکا ترمنځ د تاوتريخوالي او پرايران دټرمپ د پښيمانۍ په اړه د سياسي حالاتو ‏څارونکي ليکي چې يو دليل داهم دې چې پرايران د بريد توجه به ټرمپ پښيمانه کړاى وي ‏خو دوېم او ستردليل ېې دادې چې درې مياشتې دمخه دايران جمهور رئيس حسن روحاني د ‏امريکا داحتمالي بريد په غبرګون کې ويلي وو که امريکا پرې بريد وکړي نه يواځې دا چې ‏ايران به خپله دفاع وکړي بلکې اسرائيل به هم په لومړي ځواب کې ترهدف لاندې ونيسي .‏

ځکه اوس ټرمپ پرايران له بريده پښيمانه او بې دکوم قيد او شرط خبرو ته تيارشو، دا نه ده ‏څرګنده چې امريکا اوس هم پرايران له بريد ه پښيمانه ده اوکه به ېې پرې و کړي، ځنې ‏غربي رسنيو ليکلي که ېې بريد پرې ونه کړ خو ايران ته ېې ويره په زړه کې واچوله اوکه ‏مشوره ېې راشي بريد پرې کولاى شي.‏

دفارس خليج په اړه تازه معلومات دادي چې د امريکا دفاع وزارت خپلو پوځونو ته جنګ ته ‏د تيارولاړ اوبريد امرته د انتظار امرکړيدى خو ايراني چارواکو هم ويلي چې موږ هم خپل ‏پوځونه غبرګون او خپلې دفاع ته تيار کړېدي او د هرتيري ځواب ورکولاي شي .‏

که ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ايران او امريکا ترمنځ د تاوتريخوالي په اړه څه تصميم ‏ونيسي ډيره غوره خبره ده چې دواړه خواېې په جګړه کې دښکلتيا وژغوري او که کومه ‏ګټوره پريکړه ېې ونه کړه خز امريکا ته دومره ګټه رسولاى شي چې د ملګرو ملتونو ‏دمنځګړتوب د روانو هڅو په نوم ځان د پښيمانۍ له شرمه وژغوري . ‏

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*