په پاکستان کې سبا پر افغان سولې غونډه کيږي

 

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز رپوټ ورکړی چې په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو کېدونکې غونډه به دغه هېواد ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر پنځه ورځې وړاندې سبا د شنبې په ورځ جوړیږي.
ورځپاڼه لیکي دغې غونډې ته یو شمېر افغان سیاستوال غوښتل شوي چې د افغان سولې په تړاو به په کې خبرې کېږي.
دې غونډې ته د ورځپاڼې د رپوټ له مخې اسلام آباد او مري ته نژدې په بهوبن ښارګوټي تابیا نیول شوې ده. ورځپاڼې د حزب اسلامي د یوه غړي غیرت بهیر له قوله لیکي د حزب اسلامي مشر حکمتیار به سبا ته د یوه پلاوي په مشرۍ دغې غونډه کې ګډون وکړي.
ډیلي ټایمز لیکي دغې غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند حنیف اتمر ، یونس قانوني ، اسماعیل خان ، عطا محمد نور هم دغې غونډې ته بلل شوي چې کوربانه یې د لاهور د سولې څیړنیز مرکز او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ دي.
په پام کې ده چې د افغانستان یوشمېر سیاسي مشران د سولې کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړ شي. پاکستاني رسنیو ویلي، د سولې دغه کنفرانس ته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون شاوخوا ۳۰ افغان مشران او سیاسي فعالان وربلل شوي دي.
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دفتر او ځینو نورو سیاسي شخصیتونو تایید کړې چې سبا ‘شنبه جون ۲۲ ‘ ته پاکستان کې په یاد کنفرانس کې ګډون کوي
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه غونډه د لاهور د سولې څېړنیز مرکز او د سوېلي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو مؤسسې په نوښت جوړیږي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي، یاد کنفرانس ته د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر، کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، عطاء محمد نور، عمر داودزی، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، لطیف پدرام، احمد ضیاء مسعود، انوار الحق احدي، سید اسحاق ګیلاني او ځینې نور افغان سیاسيون ورغوښتل شوي دي.
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي همایون جریر وویل، چې ښاغلی حکمتیار به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
دی وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده.
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج هم ویلي، د یاد ګوند په استازیتوب به د دغه ګوند درې مرستیالان هم ګډون وکړي.
دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې په پام کې ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جون میاشتې پر ۲۷مه اسلام اباد ته لاړ شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*