د پښتنو ټينګار او مقاومت پر تاريخي حماسې بدل شو

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

خلک ملي اردو ملي مرام ، ملي احساس غواړي چې خپله دنده سپيڅلې وبولي . تقدس په دين ، ناموس او خپلواکۍ کې وي انګريزانو په نونسمه پيړۍ کې دا تجربه کړې وه او هغه اسناد شته چې دهند کمپنۍ د انګليستان دولت ته ليکلي وه چې مونږ څو ډوله پېسې ورکوو .
١- هغو خلکو ته چې لارې وساتي
٢- هغو ته چې ددوى لپاره جګړه وکړي
٣- هغو ته چې له دوى سره جګړه ونه کړي
کمپنۍ ليکلي چې مونږ دومره پېسې نه شو ورکولاى ځکه چې ميليونو پوندو ته رسيدلي دي افغانان په خپلو غرونو او درو کې بلد دى خپله وسله جزايل ټوپک لري . روسانو خپلو کمونستو نوکرانو ته ويل کله چې دشهيد او مجاهد جيبونه لټوي پرته له وچې ډوډۍ او کله توت او مميز ورسره وي تاسې له ډيرو غوښو او شرابو له خوړلو او څښلو ډډ_ ډډ پړسيدلي ياست شرم نه لرئ ؟
يو سړى چې اکرم خان تره کى نوميده دلارې په يو کمين کې ووژل شو دده جيبونه يې چې ولټول په جب کې يې پنځه سوه روپۍ او يو کاغذ و په کاغذ کې يې ليکلي وه . ده ته دې پنځه جمپره او لس جوړې بوت دمحاذ له خوا ورکړل شي چې هغه يې هم نه ول اخيستي هغه کاغذ يې خلقي يا پرچمي منصبدار ته ورکړ ، چې دا وګورئ او پوه شي چې پر تاسو هر يوه مونږ څومره لګښت کوو ؟
ملي اردو پر عقيدې جوړيږي که خپله عقيده چې اسلامي او ملي ده هغه وويني پر پيسو او موټرونه جوړيږي دوى به پر کبابونو شرابونو لګيا ول ، روسانو به ګزمه کوله . اوس هماغه حال دى اروپايان او امريکايان راغلى دى امريکايان او اروپايان په درو او غرونو کې وژل کيږي او سوځول کيږي خو د وى له خوبه نه وي پاڅيدلي ددې خبرو پايناب دادى چې کلي پر زور نه کيږي دا افغانستان دى که خوار دى اصول يې خوار نه دي دافغانستان غرونه او تاريخ دوى ته الهام بخښونکي دي دتنګ ، ناموس او دين لپاره ځان وژني . انګريزانو درې پيړۍ هڅه وکړه چې ددوى خوى اوکړه بدل کړي خو بريالى نه شول او ليدل به يې
پښتنو زلميو بيا منګولې سرې کړې
لکه باز چې منګولې سرې کړي په خپل ښکار
تيره شپه دهند دجنوبي آسيا تلويزيون دطالبانو يو ويډيو کسټ خپور کړ چې دوى څنګه لاسي بمونه جوړوي څنګه ددښمن ټانکونه الوځوي او څنګه دالله اکبر غږونه پورته کوي د ١٣٨٥ لمريز کال دلندۍ ٢٧ ماښام د تولې نړۍ ته خپور شو
دپښتنو ټينګار او مقاومت پر تاريخي حماسې بدل شو ځکه اروپايان ، امريکايان او دهغوى چوپړ کې افغانان دروغژن وختل
دشوم سړى له کوره که اوبه دي دحيات
په ما باندې لګيږي لکه زهر دممات
موسى سره هيڅ نه ول ورسره يوه عصاوه
قارون سره دنيا وه خو ديې وليدل آفات

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*