د جون شلمه د کډوالو نړيواله ورځ

ليک س، سيرت
هرکال د جون په شلمه په ټوله نړۍ کې د کډوالو ورځ نمانځل کيږي او په اړه ېې د ‏ستونزو د حل ليارې چارې لټول کيږي خو تراسه د کډوالو په اړه داسې کوم اقدام ‏نه دې شوې چې دهغوې پرې د ستونزو د حل قناعت وکړي.‏
له تېرو څلورو لسيزو راهيسې افغانان بيا عراقيان او د پينځو کالو راهيسې په ‏نړيواله کچه د سورېې کډوال په زياتو هېوادونوکې د کډوالۍ ژوند تيروي خوهغه ‏هېوادونه چې افغان کډوالو ته ېې پنا ورکړې او زيات شمير کډوالو پکې ژوند ‏اختيار کړې هغه ايران او پاکستان دي.‏
په افغانستان کې د کمونستي کودتا دپېل يانې د ١٣٥٧هـ ش راپديخوا افغانانو په ‏هېواد کې په هراړخيزه توګه خپل ژوند په خطرکې ليده ځکه ېې خپل له خپل هېواد ‏‏ څخه کډو کولو ته زړه ښه کړې هغه کورنيو چې وس ېې درلود اروپايي او بې ‏وسه کورنيو ايران، پاکستان ته کډې وکړي ‏
ځينوافغانانو په ترکيه ،يونان، فرانسه، کاناډا،ماليزيا، روسيه بلجيم او … ‏هېوادونوکې پناوې واخستې ‏
خو دفغان کډوالو په وينا ترنورو نسبتا دسکون ژوند ېې په پاکستان او تريخ ژوند ‏ېې په ايران کې تيرکړاو تيروي ېې .‏
دملګروملتونو دکډوالو نړيواله اداره وايي چې په افغانستان کې ورته د وخت په ‏تيريدو د ارام اوسکون ژند ته زمينه برابروي خو لاهغه وخت نه دې رارسيدلې ‏چې افغانان له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو خپله هېواد ته په خپله خوښه ‏ستانه شي .‏
ايران ميشتې افغان کډوال وايي چې کله دجون شلمه نږدي شي او يا کړنګ ژمى ‏شي ايراني پوليسو ورپسې ډانګي را واخلي په زورېې له ايران څخه ايستلو ته په ‏داسې حال کې اړکړي چې کورنۍ اوله ايرانيانو سره ېې دمزدورۍ پسې هم په ايران ‏کې پاتې او دوې په زور افغانستان ته را واستول شي .‏
د ملګرو ملتونو دکډوالو دادارې د راپورونو په اساس په ٢٠١٣م کال کې په ايران ‏کې ٢،٨ميليونه افغانانو دکډوالۍ ژوند کاوه چې ايراني حکومت ٨٠٠زره افغانان په ‏قانوني اسنادو سره په کډوالۍ پيژندل نورټول ېې غيرقانوني بلل او وخت ناوخت به ‏ېې پسې پوليسو ډنډې راخستې وې.‏
په همدې کال په پاکستان کې ١،٥ميليون افغانان حکومت سره راجسټروو اوپاتې ‏ېې يوميليون ته نږدي غيرراجسټر بلل کيدل چې ځنې پولييسو به کله کله ‏دغيرراجسټرکډوالو څخه په يوه او بله بهانه دجيب خرڅ ترلاسه کاوه .‏
په تير ۲۰۱۷ کال کې ايران څه باندې دوه سوه زره افغان کډوال اړ کړي، چې ‏افغانستان ته ستانه شي
،دمعلوماتو په اساس هره ورځ له ايران تريونيم زرو پورې افغان کډوال له ايران ‏څخه شړل کيږي،
‏ دجون په شلمه دافغان کډوالو دستونزو دحل په اړه ژمنې کيږي دملګرو ملتونو ‏دکډوالو اداره وايي بايد په افغانستان کې بايد په نړيوالو هڅو دامن او سکون ‏زمينه برابره شي چې افغان کډوال په خپله خوښه خپله هېواد ته ستيدو ته زړه ښه ‏کړي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*