د برتانيا يوې محکمې پر سعودي د بريتانوي وسلو خرڅول ناقانونه بللي

د برتانيا يوې محکمې حکم کړی چې پر سعودي عربستان د هغو وسلو خرڅول “ناقانونه” دي، چې د یمن په جګړه کې یې کارولې دي

دا حکم وروسته تر هغه راغلی، چې برتانوي فعالان پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅولو په تړاو د برتانوي حکومت د پرېکړې خلاف په استیناف محکمه کې قضیه وګټله.

برتانوي دفاعي شرکت “بي اې اي” وویل، د حکومت د هغې هوکړې ملاتړ ته به دوام ورکړي چې له سعودي عربستان سره یې د وسلو د خرڅلاو په اړه کړې دي.
خو بريتانوي فعالان او محکمه وايي، حکومت په ناقانونه توګه برتانوي شرکتونو ته پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅولو ناقانونه اجازه ورکړې ده.
د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ وزیر لیام فاکس ویليو حکومت به پر سعودي د وسلو د خرڅولو نوې اجازه ورنه کړي.
د برتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزېا مې ویاند بیا ویلي، حکومت د محکمې ددغه حکم په اړه اندېښمن شوی او د محکمې د دغه حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.
پر سعودي د برتانیا خرڅو شویو پوځي وسلو کې ټایپون او ټورناډو جیټ الوتکې او په لارښوونه برابر بمونه هم شته.
دغه خرڅلاو د برتانیا د ننه زرګونه انجنیرانو ته دندې موندلې دي او د برتانیا پوځي توکو سوداګرۍ بازار کې یې برتانیا ته میلیاردونه پونډه ګټه رسولې ده.
د محکمې د دغه حکم په اړه ویل شوي،‌ چې ګني د وسلو د صادرولو د درولو په معنا نه دي، خو معنا یې دا ده چې برتانیا به د وسلو صادرولو د نوې اجازې ورکول دروي.
محکمې ویلي،‌ ‌پر سعودي د برتانیا خرڅې شوې وسلې د یمن جګړه کې د ولسي وګړو په وژلو کې کارول شوې دي.
د محکمې دا حکم برتانیا کې د یوه اوږده کمپاین په لړ کې شوی، چې پر سعودي د وسلو د خرڅولو د مخنیوي لپاره پیل شوی و.‌
برتانیا پر سعودي توغندي او پوځي کامرې خرڅوي.
سعودي عربستان هم منلې ده چې برتانوي کلسټري بمونه یې په ۲۰۱۶ کال په یمن کې کارولي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*