تادامیچي یا ماموتو : په افغانستان کې د ولسي وگړو پر مرگ ژوبلې اندېښمن يو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یا ماموتو ويلي دي د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۸۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تادامیچي یا ماموتو پر خبره ، دا مرګ ژوبله د تېر کال له ورته مودې کمه ده، خو پلټونکو عملیاتو کې د ولسي تلفاتو ډېرېدو ته اندېښمن دی.
نوموړی د افغان جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د ولسي مرګ ژوبلې د کمېدلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
یاماموتو امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کولو کې وویل، افغانان د جګړې پای ته رسېدو سره ډېر څه ترلاسوي، خو دمګړۍ ډېر څه بایلي. د هغه په خبره، ولس وژل کېږي، ماشومان بې زدکړو کېږي او خلک له اقتصادي چارو بې برخې دي.
یاماموتو امنیت شورا ته رپوټ ويلي دي چې ”د روان کال لومړیو دریو میاشتو کې اتلس سوه افغانان وژل شوي یا ټپیان دي. که څه هم تر تېر کال کم دي، خو لا هم ډېر دي، دا چې د دولت ضد عناصر قصداً ولس په نښه کوي، نو باید وویام چې دا جنګي جرم دی او باید ودرول شي. په پلټونکو عملیاتو کې هم د ولسي مرګ ژوبلې زیاتېدو ته اندېښمن یم. ”
تادامیچي یا ماموتو دې عملیاتو کې د لا ډېرې روڼتیا او ځواب ویلو غوښتنه کوي.
د یوناما مشر زیاتوي چې پر ماشومانو د جنګ اغېز ډېری دی او په خبره یې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال تزمنځ پر ښوونځیو بریدونه ډېر شوي او د ډېرو مکتبونو په تړل کېدو سره نږدې پنځه لکه ماشومان بې زدکړو شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*