افغان ټوپک جزاييل نوميده

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

مکناټن په کابل کې بدامني ليدله ځينې انګليسانو او ددوى افغان پلويانو له ملي مشرانو سره اړيکې نيولې چې دملي پاڅون په مهال کې دوى وساتي يا يې هند ته ورسوي .
انګليسانو فکر کاوه دغلځو پاڅون به له مينځه يوسي خو غلځيان دومره منظم نه و چې څوک ورکولاى شي دهغوى په نماينده ګى خبرې وکړې هر سړي خپل واک درلود او يو ځاى به يې پر انګليسانو حمله وکړه . دوى ويل غزا دخداى حکم دى دمشرانو خبرو ته ضرورت نشته په دې توګه له انګليسانو لاره ورکه شوه ورځ په ورځ حالات ويجاړيده خو په دريم کال ديوه ملي پاڅون په بڼه واوښته . دانګليسانو جاسوسي موسسې کلى کلى ، جومات په جومات خلک پلټل خو دې خبرې ګټه ونه رسوله انګليسان له ١٨٤٢ څخه تر ١٨٩٣ پورې په دې بريالى شوه چې د ډيورنډ تړون د روسانو په مرسته پر امير عبدالرحمن ومني څو چې په ١٩٤٧ م کې انګليسان له هنده ووتل .
له ښه مرغې په ١٩ پيړۍ افغانانو خپله وسله په خپله جوړوله کالي يې خپل و داسې بې وسه او بې هنره نه و لکه چې اوس دي . دافغانستان وسله په افغانستان کې جوړيدله افغان ټوپک جزاييل نوميده چې تر انګليسي ټوپکو ، چې مسکت نوميده ښه رسا ليرې ويشونکي ټوپک و انګليسانو او دهغو ملګري په دې بريالى شول چې دافغانستان ټول صنايع او مهارتونه له مينځه يوسي . دافغان انګليس لومړۍ جګړه له دې امله دوه همې ، درييمې او څلورمه اوس توپير لري چې په لومړۍ جګړه کې وسله مو خپله وه په دوهمي جګړې کې چې اووه ديرش کاله وروسته وه ١٨٧٩ م دانګليسانو ښه شوې وه دافغانانو هماغه پخوانۍ په درييمې جګړې کې انګليسانو هوايي قوه درلوده چې افغانانو ته نوى وه . کله چې دافغان او انګليس لومړۍ جګړه دهغو اسنادو له مخې چې په لندن او ډهلي کې موجود و په کال ١٩٨٥ م چې دافغان روس جړه وه دغه اسناد دجان ويلر امريکايې لخوا وکتل شول .
دا لومړى ځل و چې مونږ وکولاى شول چې ددغو اسنادو له مخې پوهيږو چې دانګليسانو ماته په افغانستان کې دافغانستان دوسلې برترى وه او دغې خبرې زمونږ ماغزه وښورول چې دا هم امکان لري ؟ هو همداسې وه دافغان استادانو په مبارکو لاسو دا وسله جوړه شوې وه .
هغوى بشپړ نور خلک و چې مونږ سره نه شي پرتله کيداى مونږ دهغوى اولاد بلل کيږو ، خو ډيرې نالايقه اولاد ، دا بويه په مثبتو علمي دلايلو ومنو او ځانته متوجه شو دهغه دليل به په لنډ ډول ووايو :
١- وسله او ټول داوسپنې اړتياوې همدلته يعنې په افغانستان کې پوره کيدلې .
٢- کالي ، فرش او ټول دنساجي اړتياوې مو په خپله جوړول .
٣- د څرمنې جوړول پڼې ، موزې ، څپلۍ ، مسي سراچې دخيمې ، زين او سواره لښکر اړتيا.
٤-مسي لوښې ، سکې او نورې ټولې اړتياوې
٥-صابون ، رنګ ، ٦- باروت دتوپ او ټوپکو دپاره جوړيدل
٦- ريخته ګري ، وزنونه ، ديګي ، اونګ
٧-دارو درمل ، صحي شرپتونه ، ملهم ، بنل ….
٨-ډول ډول تيل ، شمع او نور لکه موم ….
٩-دلرګيو صنايع .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*