دافغان مسئلې سياسي حل خنډ او ځنډ مذاکرات

ليک س ، سيرت ‏

دمذاکراتو په تاريخ مو په تېرو ليکنو کې ياوده کړې وه اوس په دې پوهيدل غواړو چې دافغان مسئلې سياسي حل ‏دپاره مذاکرات چې د افغان ‏طالب مشرانو او امريکا لخواد افغانستان لپاره دځانګړي نماينده خليلزاد په مشرۍ ‏دامريکايي مرکچيانو ترمنځ په بيلا بيلو هېوادنوکې ‏د غونډو وروسته په قطرکې روان وو ترشپږمه پړاوه پکې ‏دکاميابۍ څرګ ونه ليدل شو.‏

په عمومي توګه مذاکرات په دوه ډوله وي

‏ لومړى ويشل شوي مذاکرات ‏

دويم مجموعي يا راټول مذاکرات

‏ د مذاکراتو په تاريخ کې ‏ويشل شوي مذاکرات کامياب مذاکرات نه دي بلل شوي

ويشل شوي مذاکرات تل ديوه سياسي هدف لپاره شوي او کيږي

‏ دواړه خواوې چې ‏په وسله وال جګړه او ياسياسي اختلاف سره اخته وي په هېوادونوکې يې يا جګړه روانه وي او يا ‏دجګړې خواته به نږدي کيدوي دحل امکان ېې ‏ډير کم وي .‏

اکثر سياسي مذاکرات د سياسي اهدافو لپاره کيږي خو دناکاميو سره مخ شي ،په سياسي مذاکراتو کې چې په ‏اختلاف دواړه خواوې ‏اخته وي د سياسي ګټولپاره سياسي مذاکرات پرمخ بيايي خو يوه لوري ته هم دتمې ګټه په ‏لاس نه ورځي چې په نړۍ کې پرمقابل لوري يوهم ‏تر اوسه سياسي برى نه دي ترلاسه کړى.‏

دسياسي اهدافو لپاره دسياسي مذاکراتو هدف داوي چې مقابل لورې مات او مذاکرات په خپله ګټه تمام کړي ‏دواړه لوري په دې نظر وي ‏چې دوخت په تېريدو سره مقابل لورې ته د اقتصادي بنديزونو ديوالونه جوړ کړي او له ‏منځه ېې يوسي .‏

دمذاکراتو تاريخ ته چې وکتل شي په ١٩مه سليزه کې دمصر د دوېم واکمن رمسين، دفرانسيې د دوېم واکمن ‏چارنس ډيکال، اوترکېې انقلابي ‏مشر مصطفى کمال اتاترک مذاکرات د يادونې وړدي خو دمذاکراتو په تاريخ ‏کې بيا غربي تاريپوهان له ١٩٠١م کال راهيسې د امريکا ‏دجمهوري رئيس يتودرو روزلت،هربرت هدرو او جان ‏ايف کينډي يادونه کوي چې دبرتانېې دربادشا کنګ بيفريډي وي او پخوانى شوروي ‏اتحاد واکمن خروشف سره ‏ېې کړيدي.‏

په نړۍ کې تر ١٨زياتو هېوادونو ترمنځ جګړې او سياسي اختلافات راغلي او تردې ډير هم ياد شويدي خوبيا هم ‏د مذاکراتو له لارې چې ‏بل کوم هېواد ېې منځګړتوب هم کړى دى اختلافات ېې سره حل کړيدي.‏

دا يوازې امريکا ده چې دکوم بل هېواد سره دمذاکراتو دکاميابۍ روڼ تاريخ نه لري.‏

امريکا يا په پوځي يرغل پرمقابل لوري دځان ‏دکاميابۍ فکر کوي او يا د ويتنام په څېر مقابل لوري ېې ماتې ‏خوړلې، ددې سترلامل دادى چې امريکا په سيمه کې دبرتانېې ورته په ‏ټولو هېوادونو خپله واکمني غواړي ‏،باداري غواړي، داروپاڅخه يي اسياته هم پښې را اوږدېي کړي دي غواړي په خپلې بادارۍ د نړۍ نظام ‏په خپله ‏ګټه وچلوي .‏

له نګلستان څخه له ٥١ ډيرو هېوادونو ازادي اخستي ده خو انگريزي حکومتونو بيا ازاد ه هېوادو ته د ازادۍ په ‏سترګه کتلي دي بيا ‏ېې دهغو هېويادونو دقربانيو درناوى کړيدى ‏

ديوه ازاد هېواد په سترګه ېې ورته کتلي دي ، ازاد هېواد په څير ېې ورسره سوداګري او نوره ‏حکومتي راکړه ‏ورکړه کړيده خو امريکا خپل انګليستان هم ګواښي ‏

دافغانستان په شمول چې له انګليستان ېې په ١٩١٩م داګست په ١٩مه ‏دامان الله خان پر مشرۍ ازادي ترلاسه ‏کړيده انګليستان ېې دازاد هېواد په نوم پيژني.‏

امريکا له انګليستان نه په ا زادو هيوادونو هم واکمني غواړي چې پرافغانستان ېې پوځې يرغل جوت ثبوت دى.‏

‏ امريکا يوازې اسرائيلي ‏حکومت سره چې له انګلستانه ېې په ١٩٣٨م داپريل په ١٥ازادي ترلاسه کړې خپله ‏همديني او دمسلمانانو پرخلاف ائتلاف ژوندى ساتي .‏

امريکا په ١٧٧٦ دجولايي په ٤مه له انګلستانه ازادي اخستي ده

‏ خو دافغانستان په هلمند کې ېې دانګريزي پوځونو واکمني نه شوه زغملاى ‏دهمدې او ځني نورو لاملونه له امله ‏دامريکا او انګلستان اختلاف په هلمند کې زيات او انګليسانو په افغانستان کې له پوځي عملياتو لاس ‏ونيوه .‏

دوېم مجموعي مذاکرات دي ‏

دا ډول مذاکرات د دوو په اختلاف اخته هېوادونو دروغې جوړې او جګړو دپاى ته رسيدالپاره وي ، اجتماعي ‏‏مذاکرات چې څومره تاريخ لري کامياب ياد شويدي خو امريکا چې د افغانستان له با مه په اسياکې د خپلې ‏بادارۍ لپاره سياسي او نظامي ‏حضور غواړي جګړو ته دوام ورکوي دافغان مسئلې دحل سياسي مذاکرات ېې ‏دخنډ او ځند سره مخ کړيدي .‏

دافغان مسئلې دسياسي حل به هله رامنځ ته شي چې امريکا په افغانستان د نظامي ماتي اعتراف وکړي، خپل ‏پوځونه له افغانستان څخه به بشپړ ‏توګه وباسي بيابه دافغان مسئلي دسياسي حل مذاکرات دخنډ او ځنډ څخه ‏راووځي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*