د اشرف غني د غیرقانوني حکومت پای

سرلیکنه
په کابل کې د دوه ډاکټرانواشرف غني او عبدالله په مشري د جان کیري په نوښت جوړدوه سري حکومت موده د جوزا د میاشتي په لومړۍ پای ته رسیږي او سره د ټول توانه اوس ېې خپله د حکومت په داخل کې مخالفین هم نا قانونه بلي او د انتخاباتو وروسته د یوه بل حکومت دجوړښت په لټه کې دي
خپله اشرف غني په وار وار ویلي چې ترراتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو به دجان کیري په لاس جوړ حکومت ته دوام ورکوي چې دادې دجوزا لومړې نیټه هم را ورسیده .
د راتلونکې جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره ۱۸تنه نومول شوي یا کاندیدان دی دوې ټول په یوه خوله دي چې وروسته له دی د اشرف غني حکومت یوه ورځ هم حق نه لري او یوه پریکړه ېې هم ورته دمنلو نه ده، که څه هم په تیرو پینځوکالو کې داشرف غني دحکومت پریکړې په یوه ولایت کې هم نه دي منل شوي او ترټولو زیاته خپل سري په شمال کې شویده خو بیاه هم د نړیوالواصولو سره سم داشرف اغني مخالفینو همدی ناقانونه حکومت ته پینځه کال صبر وکړ چې دجوزاپه لومړۍ ورځ ېې هغه صبر هم تمامیدونکې دی.
د راتلونکي جمهوري ریاست لپاره ۱۸تنوکې
محمد حنیف اتمر، عبدالطیف پدرام، ابراهیم الکوزی، احمدولی مسعود، نورالحق علومی، حکیم تورسن ځانونه ترنورو مخکښ بولي چې ترنورو کاندیدانو به ډیر افغانان پرې راټول او دګټي چانس به ېې زیات وي ځکه پراشرف غني ترنورو کاندیدانو زیاتې نیوکې کوي او د غیرقانوني حکومت دپاې ته رسیدا سره ېې دهغه پرخلاف خپل غږ پورکړ.
په یادو کسانو کې حنیف اتمر چې د اشرف غني په حکومت کې دمخه دملي امنیت مشاور هم ؤ د اشرف غني د واکمنۍ دپای ته رسیدا او پرخلاف ېې دناقانونیت غږ پورته کړچې په ټول توان سره به دجوزا دلومړۍ نیټې وروسته دغني دحکومت پرخلاف قدم پورته کوي هغه څه به کوي چې د انتخاباتو ته لاره هواره کړي.
داعتراض کوونکو په په وینا په افغانستان کې د اساسي قانون سره سم د جوزا له لومړۍ ورځې وروسته د اشرف غني دغیرقانوني حکومت یوه ورځ هم غیرقانوني ده او دقانون په اساس دجمهوري رئیس دکار دمودې د پوره کیدو ۳۰یا ۶۰ورځې دمخه باید انتخابات ترسره شي.
خپله داشرف غني دحکومت په جوړ اساسي قانون کې د وري دمیاشتي په ۳۱انتخابات کیدونکي وو خو د پینځو میاشتو په وروسته والي د تلې په شپږمه کیدونکي اعلان شويدي.
داچې د جوزا لومړۍ ورځې په پوره کیدو سره د اشرف غني غیر قانوني حکومت موده پوره کیږي په دې تیرو پینځوکالو کې چې څه تباهي، مرګ ژوبله او دافغانستان نوم ـ تاریخ ته کوم تاوان ورسید دهغې بار داشرف غني په اوږو دی خو جمهوري ریاست ته کاندیدانوبیا پراشرف غني غږ کړی که وروسته له جوزا دلومړۍ نیټې څه پیښه کیږي دهغې بار به هم داشرف غني په اوږو وي.
اشرف غني اوس په دوه لومو کې را ګیردی یو د طالب وسله والو دمقاومت او بل د نوو جمهوري ریاست دکاندیدانو د مخالفت دی ، که داشرف غني دحکومت سره ۲۰سلنه ولس ملګری نه ؤ بیاهم اشرف غني خپل حکومت ته د ولس نماینده حکومت وایه اوس ېې چې هغه ۲۰سلنه ولس هم مخالف شو اوس به خپل ولس ته کوم حکومت وايي ؟ که اشرف غني خپله ښه فکر وکړي وبه وايي چې دمخه او اوس په دواړو حالاتوکې ېې حکومت غیرقانوني او پرافغان ولس تپل شوی حکومت ؤ چې د دی غیرقانوني حکومت موده هم پای ته ورسیده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*